کابل -- ازادۍ راډېو د یکشنبې په ورځ (د جولای ۲۳ مه) د امنیتي چارواکو له قوله راپور ورکړ، چې طالب اورپکو په فاریاب او غور ولایتونو کې دوه ولسوالۍ ونیولې.
د یادو دوه ولایتونو پولیسو وویل، چې اورپکو د فاریاب ولایت کوهستان ولسوالي د یکشنبې په ورځ ونیوله، او له هغې نه یوه ورځ مخکې یې د غور ولایت د تیورې ولسوالۍ کنټرول ترلاسه کړ.
چارواکو وویل، چې په جګړه کې لږ تر لږه ۱۰ تنه پولیس افسران ووژل شول.