طالبان وایي چې د امیر زوي یې ځانمرګی بمي برید کړی دی

سلام ټایمز

کابل -- د ازاد افغانستان راډېو د شنبې د ورځې (جولای ۲۳ مه) د یوه راپور په اساس، طالبانو وویل چې د افغان طالبانو د لوی مشر ملا هبت الله اخونزاده زوي د جولای په ۲۰ مه په هلمند ولایت کې یو ځانمرګی برید ترسره کړ.‌

عبدالرحمان چې په قاري خالد مشهور وو هغه وخت ووژل شو چې په چاودېدونکو توکو سمبال یو موټر یې په ګرېشک ولسوالۍ کې د افغان اردو له یوه مرکز سره وجنګاوه.‌

یوه حکومتي چارواکي چې نه یې غوښتل نوم یې یاد شي، وویل، چې مقامات د یادې بمي حملې په هکله څېړنې کوي او دا چې د طالبانو د امیر د زوي وژنه نشي تاییدولی.‌

د افغان حکومت یوه ویاند صدیق صدیقي په یوه ټویټ کې لیکلي، «هغوی دروغ وایي، دا د هغوی د پروپاګند یوه برخه ده، د طالبانو کورنۍ او مشران په پاکستان او قطر کې ارام ژوند کوي،»

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

0 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500