کابل -- د افغان ژورنالستانو د خوندیتوب کمېټې، چې یو خپلواکه د څار اداره ده، په یوه راپور کې چې د دوشنبې په ورځ / د جولای ۲۴ مه/ خپور شو وویل، په افغانستان کې د ۲۰۱۷ په لومړۍ نیمایي کې پر ژورنالستانو د حملو شمېر د تېر کال د دې مودې په پرتله ۳۵٪ زیات شوی دی.
د افغان ژورنالستانو د خوندیتوب کمېټې په وینا، له جنورۍ څخه تر جون پورې، مقاماتو د ژورنالستانو پر ضد ۷۳ قضیې ثبت کړې دي. په دې موده کې ۱۰ خبریالان وژل شوي دي.
په راپور کې راغلي، په رسنیو باندې د مرګونو حملو ډېر مسؤلیت د طالبانو او داعشي اورپکو پرغاړه دی.
کمېټې وویل، خو د ټولو پېښو په ۴۶٪ کې امنیتي ځواکونه او د حکومت پورې تړلي افراد ښکېل ول.