کابل -- د افغانستان لپاره د سوېډن کمېټې د چارشنبې په ورځ / د جولای ۲۶ مه/ په یوه خبرپاڼه کې وویل، چې یاده موسسه وروسته له هغه په لغمان ولایت کې عملیات دروي چې د اورپکو له ګروپونو څخه یې ګواښونه ترلاسه کړل.
د افغانستان لپاره سوېډن کمېټې وویل، د دغې پرېکړې له مخې ۲۰ کلینیکونه او د روغتیایي مدیریت ولایتي اداره تر بل یادښت پورې بندوي. یادې موسسې وویل چې که دغه مرکزونه بېرته نه پرانستل شي، دا به د افغانانو په ژوند «ویجاړوونکی تاثیر» وکړي.
د پژواک افغان خبري اژانس د راپور له مخې، امنیتي چارواکو تایید کړه چې په عین حال کې د جوزجان ولایت په شبرغان کې طالبانو د چارشنبې په ورځ دوه ډاکټران چې د شبرغان - مزارشریف په لویه لاره یې سفر کاوه، وتښتول.
د جوزجان امنیه قوماندانۍ وویل، چې تښتوونکیو ډاکټران او د هغوی موټر سره جلا کړي دي.