افغان ځواکونو تیوره ولسوالي بېرته ونیوله، په نورستان کې یې ۴۵ اورپکي ووژل

سلام ټایمز

کابل -- ځایي چارواکو طلوع نیوز ته وویل، چې افغان سرتېرو د پنجشنبې په ورځ / د جولای ۲۷ مه/ د غور ولایت تیوره ولسوالي بېرته ونیوله. طالبانو یاده ولسوالي څلور ورځې مخکې نیولې وه.

د راپورونو له مخې، د تیورې د لنډمهالي کنټرول پر وخت، طالبانود ولسوالۍ روغتون ته اور ورته کړ او په لسګونو ډاکټران او ناروغان یې ووژل.

پژواک خبري اژانس د نورستان ولایت د وانټ وایګل د ولسوال رحمت الله رحمتي له قوله راپور ورکړ، چې په دغه ولایت کې عسکرو د یو شمېر بهرنیو جنګیالیو په شمول ۴۵ تنه اورپکي وروسته له هغه ووژل چې هغوی د چارشنبې په ورځ‌ / د جولای ۲۶ مه/ د وانټ وایګل ولسوالۍ په مرکز برید وکړ.

رحمتي وویل، په پنځه ساعته جګړه کې دوه تنه افغان سرتېري هم ووژل شول.‌

د خامه پرېس د راپور له مخې، چارواکو د چارشنبې په ورځ وویل، چې د ننګرهار ولایت په اچین ولسوالۍ کې د افغان هوایي ځواک بریدونو د داعش ۸ تنه اورپکي ووژل.‌

د طلوع نیوز د راپور له مخې،‌ د پروان ولایت په سیاه ګرد ولسوالۍ کې عسکر او طالبان له هغه وخته جګړه کوي چې طالبانو د پنجشنبې په ورځ په بېلابېلو پوستو باندې بریدونه وکړل. یادې رسنۍ یوې خوا ته هم د اوښتو زیانونو په هکله څه ونه ویل.‌

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

0 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500