پکتیا -- خامه پرېس د پنجشنبې په ورځ / د جولای ۲۷ مه/ د پکتیا د امنیه قوماندانۍ له قوله راپور ورکړ، چې د دغه ولایت په جانخیلو ولسوالۍ کې پولیسو ۵۰ تنه اورپکي ووژل چې ۱۶ تنه په کې پاکستانیان دي.
پولیسو وویل، دغه تلفات په یوه څلور ساعته جنګ کې پېښ شول.