کابل -- رسنیو راپور ورکړ، چې افغان سرتېرو د افغانستان په بېلابېلو برخو کې ۸۵ تنه طالب اورپکي ووژل.
د پژواک خبري اژانس د راپور په اساس، سرتېرو د چارشنبې په ورځ / د اګست ۲ مه/ د پکتیکا ولایت په ګومل ولسوالۍ کې په شوې جګړه کې ۷۰ تنه یاغیان ووژل.
د دغه ولایت د امنیه قوماندانۍ مرستیال دادالله خان هوتک وویل، دوه پولیس افسران هم ووژل شول.
پژواک خبري اژانس د اروزګان ولایت د امنیه قوماندانۍ له قوله راپور ورکړ، چې پولیسو د دغه ولایت په ترینکوټ کې ۱۵ تنه طالبان ووژل، خو خپل ۵ تنه افسران یې هم له لاسه ورکړل. دغه جګړه د سې شنبې په ورځ / د اګست ۱/ پیل شوې وه.
خامه پرېس د چارشنبې په ورځ راپور ورکړ، چې افغان ملي اردو وویل، په ورته وخت کې د کندوز ولایت په دشت آرچي ولسوالۍ کې دوه تنه طالبان د خپلو چاودېدونکیو توکو په وسیله، چې له وخت نه مخکې وچاودېدل، ووژل شول.