کابل -- د کابل د امنیه قوماندانۍ ویاند بصیر مجاهد سلام ټایمز ته وویل، د دوه ماشومانو په شمول درې تنه افغانان د پنجشنبې په ورځ / د اګست ۳ مه/ په کابل کې د یوې په لاس جوړې چاودېدونکې وسیلې په چاودنه کې ووژل شول.
مجاهد وویل، یو ځمکنی ماین د سهار په خواوشا ۷:۳۰ بجو «په ۱۷مه ناحیه کې وچاودېد».
یوه عیني شاهد محمد شکېب سلام ټایمز ته وویل، «دوه ماشومان او یو موټروان چې د نژدې امنیتي پوستې لپاره یې کار کاوه، ووژل شول،»