د افغان نجونو د روبوټ جوړونکي ټیم د یوې غړې پلار د هرات په بمي چاودنه کې ووژل شو

ای اېف پي

کابل -- څو ورځې وروسته له هغه چې په نړیوال سټېج یې افغانستان ته ویاړ ور په برخه کړ، ۱۵ کلنه فاطمه قادریان اوس د خپل پلار د مرګ ویر کوي.‌ د هغې پلار د سې شنبې په ورځ / د اګست ۱/ د هرات په یوه جومات کېپه ځانمرګي بمي برید کې ووژل شو.

د فاطمې ورور محمد رضا په خپل کور کې ای اېف پي ته وویل،‌ «مونږ ټول وران ویجاړ شو؛‌ فاطمې له دې پېښې راهیسې نه خوراک کړی او نه خبرې، او هغه په یوه ټکان خوړلي حالت کې ده. نن، وروسته له هغه چې هغې څو ځلې ضعف وکړ،‌ ډاکټرانو هغې ته د رګونو له لارې د مایع ورکولو تداوي پیل کړه.»‌

د ماشومانو په شمول ۳۳ تنه شیعه لمونځ کوونکي هغه وخت ووژل شول چې د داعش دوه ځانمرګو بمي بریدګرو جوادیه جومات ته لاسي بمونه ور وغورځول او برید یې پرې وکړ.‌

فاطمه د روبوټ جوړونې د هغه ۶ کسیز افغان ټیم غړې وه چې ټولې غړې یې نجونې وې او هغه وخت یې په نړیواله سویه زړونه وګټل چې د جولای په میاشت کې یې په واشنګټن کې د روبوټ جوړونې په لومړنۍ نړیواله سیالۍ کې برخه واخیسته.‌

فاطمې په سیالۍ کې د برخې اخیستنې لپاره متحده ایالاتو ته له سفر کولو څخه مخکې ای اېف پي ته وویل، «مونږ غواړو چې امریکا ته د سولې او دا پیغام له ځانونو سره وېسو چې افغانستان یوازې د جګړې هېواد نه دی او دا چې هلته داسې نجونې شته چې په روبوټ جوړونه او ښوونه او روزنه کې د خپلو خوبونو تعبیرونه لټوي،»‌

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

0 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500