لوګر -- خامه پرېس د پنجشنبې په ورځ / د اګست ۳ مه/ راپور ورکړ، چې افغان ځواکونو له نړیوالو ایتلافي ځواکونو سره په ګډه ترسره کړیو عملیاتو کې د لوګر ولایت په پلخمري ولسوالۍ کې ګڼ شمېر طالبان او د حقاني شبکې اورپکي ووژل.
د لوګر د ولایتي ادارې په وینا، سرتېرو د حقاني شبکې یو روزونکی چې ځانمرګي بمي بریدګر یې تربیه کول، وواژه او د طالبانو یو قوماندان یې ونیو.
د طلوع نیوز په وینا، امنیتي چارواکو تایید کړه، چې سرتېرو، د جمعې په ورځ / د اګست ۴ مه/ د پکتیا ولایت جانيخېل ولسوالي، چې طالبانو د جولای په میاشت کې نیولې وه، بېرته ونیوله.