کابل -- افغان استخباراتي چارواکو د یکشنبې په ورځ / د اګست ۶ مه/ وویل، هغوی په کابل کې داسې یوه لارۍ ونیوله چې ۱۶.۵ ټنه چاودېدونکي توکي یې په داسې بکسونو کې انتقالول چې د چرګانو خوراک پرې لیکل شوی وو.
د ملي امنیت د یوې خبرپاڼې له مخې، دغه لارۍ چې پاکستاني لایسنس او پلېټونه یې لرل د پلازمېنې په ۹ مه ناحیه کې ونیول شوه. مقاماتو ۵ کسان ورسره ونیول.
په خبرپاڼه کې مخکې راغلي، «لارۍ د بمونو جوړولو لپاره چاوېدونکیو موادو، د ځانمرګو واسکټونو باندې بار وه او غوښتل یې چې په کابل کې ترهګریز فعالیتونه ترسره کړي،»
د می په ۳۱ مه،د پلازمېنې کابل په دپلوماتیکه سیمه کې د یوې لارۍ بمي چاودنې په نتیجه کې خواوشا۱۵۰ کسان ووژل شول، چې اکثر یې ملکي خلک ول.