جلال اباد -- رسنیو راپورونه ورکړل، چې په ننګرهار، جوزجان او کونړ ولایتونو کې په جګړو کې دوه د طالبانو قوماندانان او یو د داعش مشر ووژل شول.
خامه پرېس د ننګرهار د ولایتي ادارې له قوله راپور ورکړ، چې د طالبانو یو قوماندان چې نعمت الله نومېده او په زرقاوي مشهور وو، له یوه دویم اورپکي سره یوځای د دوشنبې په ورځ /د اګست ۷ مه/ د ننګرهار ولایت په خوګیاڼو ولسوالۍ کې له عسکرو سره په یوه جګړه کې ووژل شو.
طلوع نیوز د جوزجان د والۍ سایرې شکېب له قوله د دوشنبې په ورځ /د اګست ۷ مه/ راپور ورکړ، چې عسکرو د جوزجان ولایت د فیض اباد ولسوالۍ لپاره د طالبانو تش په نامه ولسوال او ۴ نور اورپکي په دې ولسوالۍ کې ووژل. دغه جګړه د یکشنبې په ورځ /د اګست ۶ مه/ پیل او تر دوشنبې ورځې پورې وغزېده.
خامه پرېس د دوشنبې په ورځ راپور ورکړ، چې افغان ملي اردو وویل، د داعش دوه تنه اورپکي، چې یو جیګپوړی مشر یې هم په کې شامل وو او له محبس څخه تښتېدلي ول، د کونړ ولایت په چپه دره ولسوالۍ کې په یوه هوایي برید کې ووژل شول.