کابل -- رسنیو راپور ورکړ، چې د داعش د دوه غړو په شمول لږ تر لږه ۳ تنه ترهګر په کابل ښار او کونړ ولایت کې د خپلو چاودېدونکو توکو په وسیله ووژل شول.
د طلوع نیوز د راپور له مخې، یوه عیني شاهد وویل، چې یوه ځانمرګي بمي بریدګر د چارشنبې په ورځ / د اګست ۹ مه/ په کابل کې د پولیسو د تلاشۍ پوستې سره نژدې خپل ځان ته چاودنه ورکړه، خو بل څوک یې ونه واژه.
د خامه پرېس د راپور له مخې، افغان ملي اردو وویل، چې د سې شنبې په ورځ /د اګست ۸ مه/ د کونړ ولایت په مروره ولسوالۍ کې د داعش دوه تنه ترهګر چې یوه په لاس جوړه چاودونکې وسیله یې ښخوله، هغه وخت ووژل شول چې وسیله وچاودېدله.