کابل -- طلوع نیوز د چارشنبې په ورځ /د اګست ۹ مه/ راپور ورکړ، چې د کابل ولایت په بګرام ولسوالۍ کې د یوه وسله وال برید په ترڅ کې درې افغان ښځینه امنیتي منسوبینې ووژل شوې او یوه بله ټپي شوه.
د بګرام ولسوال عبدالشکور قدسي وویل، بریدګرو په ځانګړې توګه ښځینه ساتونکې له بېس سره نژدې په نښه کړې او د پېښې له ځای څخه وتښتېدل.
هغه زیاته کړه، د ښځو وظیفه دا وه چې بېس ته ننوتکي کسان تلاشي کړي.