کابل -- خامه پرېس د چارشنبې په ورځ /د اګست ۹ مه/ راپور ورکړ، چې د دفاع وزارت وویل، افغان هوایي ځواک د ۲۴ ساعتونو په دوران کې د اورپکو پر ضد ۱۶ هوایي بریدونه ترسره کړل.
په کابل کې د دفاع وزارت ویاند جنرال دولت وزیري وویل، چې افغان پیلوټانو په عین دوران کې د لوژیستیکي دندو د ترسره کولو لپاره یو شمېر الوتنې وکړې چې ځمکنیو ځواکونو ته تأمینات وکړي.