فراه -- طلوع نیوز راپور ورکړ، چې د فراه ولایت په بالابلوک ولسوالۍ کې د یو شمېر محلي قوماندانانو په شمول ۳۰ تنه طالب اورپکي د پنجشنبې په ورځ /د اګست ۱۰ مه/ د خپلو چاودېدونکو توکو په وسیله ووژل شول.
ولایتي ادارې د جمعې په ورځ /د اګست ۱۱مه/ وویل، چې اورپکي او داسې کسان چې د ځانمرګو بمي بریدونو د ترسره کولو اراده یې لرله، په یوه کور کې سره راټول ول چې ناڅاپه چاودېدونکي توکې وچاودېدل.