مقاماتو ۳ مشکوک کسان چې غوښتل یې په کاپیسا پوهنتون برید وکړي، ونیول

سلام ټایمز

کاپیسا -- خامه پرېس د پنجشنبې په ورځ /د اګست۱۰ مه/ راپور ورکړ، چې افغان ځواکونو درې سړي چې په کاپیسا کې په یوه پوهنتون د برید د پلانولو تور پرې لګېدلی دی، ونیول.

د ولایت امنیه قوماندان محمد مسعود چاردره وویل، دغو درې کسانو په حصه اول ولسوالۍ کې البیروني پوهنتون په نښه کاوه.‌

هغه زیاته کړه، کله چې مقاماتو ونیول، له هغوی سره ۱۰۰ کیلوګرامه چاودېدونکي مواد او دوه د هاوان ګولۍ وې.‌

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

0 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500