په افغانستان کې د پولیو درې ورځنی کمپاین پیل شو

سلام ټایمز

کابل -- افغانستان ټایمز راپور ورکړ، چې په افغانستان کې د هېواد په کچه د پولیو د معافیت یو درې ورځنی کمپاین د دوشنبې په ورځ /د اګست ۱۴ مه/ پیل شو.‌

دا په ۲۰۱۷ کال کې درېیم ځل دی چې د معافیت د ملي ورځو پروګرام ترسره کیږي.‌ د عامه روغتیا وزارت په وینا، دا ځل به خواوشا ۱۰ میلیونه ماشومان چې له ۵ کالونو کم عمر لري، واکسین شي.‌

په پام کې ده چې سږ کال دغه د معافیت د ملي ورځو پروګرام څلور ځلې ترسره شي.‌

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

0 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500