کابل -- طلوع نیوز د دوشنبې په ورځ /د اګست ۱۴مه/ راپور ورکړ، چې درې تنه پولیسان په کابل کې او درې تنه مرستندوی کارکوونکي په غور ولایت کې د اورپکو له خوا ووژل شول.
د کابل پولیسو وویل، نامعلومو بریدګرو د یکشنبې په ورځ / د اګست ۱۳ مه/ په کابل کې د تلاشۍ په یوه پوسته ډزې وکړې، او درې تنه پولیسان یې ووژل.
د غور امنیه قوماندانۍ وویل، چې دوه وسله والو سړیو چې په موټرسایکل سپاره ول، د دوشنبې په ورځ د دغه ولایت په مرکز فیروزکوه کې د کیتولیک ریلیف سروېسز (CRS) موسسې درې تنه کارمندان په مرګ وویشتل.