ځواکونو د میرزا اولنګ دره چې د طالبانو - داعش له خوا په کې ډله ییزه وژنه پېښه شوې وه، بېرته ونیوله

سلام ټایمز

سرپل -- ځایي چارواکو تایید کړه، چې امنیتي ځواکونو د دوشنبې په ورځ / د اګست ۱۴مه/ د سرپل ولایت د میرزا اولنګ درې کنټرول بېرته ترلاسه کړ.

طلوع نیوز د سې شنبې په ورځ / د اګست ۱۵مه/ د سرپل د والي محمد ظاهر وحدت له قوله راپور ورکړ، چې په دغو عملیاتو کې له ۴۰ تنو څخه ډېر اورپکي ووژل شول. افغانستان ټایمز د وژل شویو طالبانو شمېر له ۱۰۰ تنو څخه ډېر یاد کړ.‌

اورپکو د اګست په ۵ مه دغه دره ونیوله او خواوشا ۵۰ تنه ملکيان یې ووژل.‌

رسنیو د دوشنبې په ورځ راپور ورکړ، چې له دې نه جلا، عسکرو په پکتیا او فاریاب ولایتونو کې د طالبانو پر ضد عملیات ترسره کړل.‌

افغانستان ټایمز د ځایي چارواکو له قوله راپور ورکړ، چې اوس ځواکونه د پکتیا ولایت د جانیخېلو ولسوالۍ له مرکز څخه یوازې ۳ کیلومتره لیرې دي. دغه ولسوالي خواوشا دوه اونۍ وړاندې د طالبانو لاس ته ورغله.‌

خامه پرېس راپور ورکړ،‌ چې عسکرو د فاریاب ولایت د غورماچ ولسوالۍ د کنټرولولو لپاره جګړه کې لږ تر لږه ۶۰ تنه طالبان ووژل، او زیاته یې کړه، چې په وژل شویو اورپکو کې یو تش په نامه ولسوال او یو شمېر قوماندانان هم شامل ول.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

0 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500