په ننګرهار او غزني کې د طالبانو ولسوال او د داعش ۲ قوماندانان ووژل شول

سلام ټایمز

کابل -- رسنیو راپور ورکړ، چې په ننګرهار او غزني ولایتونو کې د ۷ وژل شویو اورپکو په ډله کې د طالبانو له خوا ټاکل شوی یو ولسوال او د داعش دوه تنه مهم مشران هم شامل دي.‌

خامه پرېس د چارشنبې په ورځ /د اګست ۱۶مه/ د ننګرهار د امنیه قوماندانۍ له قوله راپور ورکړ، چې د داعش دوه تنه قوماندانان د دوشنبې په ورځ /د اګست ۱۴مه/ د دغه ولایت په هسکه مېنه ولسوالۍ کې ووژل شول.‌

پژواک خبري اژانس د چارشنبې په ورځ /د اګست ۱۶مه/ د کورنیو چارو د وزارت د یوې خبرپاڼې په اساس وویل، چې عسکرو د طالبانو د یوه تش په نامه ولسوال په شمول ۵ تنه اورپکي د غزني ولایت په ګیلان او قره باغ ولسوالیو کې ووژل.‌

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

0 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500