جلال اباد -- پژواک خبري اژانس د پنجشنبې په ورځ /د اګست ۱۷مه/ د ننګرهار د استیناف محکمې له قوله راپور ورکړ، چې د ننګرهار ولایت ۱۵ تنه چارواکي د اداري فساد په تور په حبس محکوم شول.
دغه کسان له ۱ څخه تر ۴ کلونو پورې په حبس باندې محکوم شول. په مدعی علیه کسانو کې یو پخوانی د پولیسو قوماندان هم شامل وو.
په ورته وخت کې، د پژواک خبري اژانس د پنجشنبې د ورځې د یوه بل راپور له مخې، د ملي امنیت ریاست د کندوز ولایت د کندوز ښار د هوایي ډګر د امنیت مسؤل ډګرمن سید انور سادات په هوایي ډګر کې د پراختیایي کار په برخه کې د اداري فساد په تور ونیو.