ښرنه -- پژواک خبري اژانس راپور ورکړ، چې په پکتیکا، اروزګان او ننګرهار ولایتونو کې ۹۰ تنه طالبان او د داعش اورپکي ووژل شول.
امنیتي ځواکونو د پکتکیا ولایت په ګومل ولسوالۍ کې ۴۰ تنه طالبان هغه وخت ووژل چې هغوی د چارشنبې په ورځ /د اګست ۱۶ مه/ د ولسوالۍ په مرکز برید وکړ.
د ولسي جرګې یوه غړي عبدالقدیر خروټي وویل، د عسکرو او طالبانو تر منځ جګړه ۱۸ ورځې روانه وه.
پولیسو پژواک خبري اژانس ته وویل، چې د اروزګان - کندهار په لویه لاره په جګړه کې، درې تنه پولیس افسران او پنځه تنه طالب اورپکي ووژل شول.
پژواک خبري اژانس د پنجشنبې په ورځ د ننګرهار د امنیه قوماندانۍ له قوله راپور ورکړ، چې د دغه ولایت په اچین ولسوالۍ کې د ایتلاف یوه هوایي برید د چارشنبې په ورځ د داعش ۴۵ تنه اورپکي ووژل.