کابل -- رسنیو راپور ورکړ، چې په بلخ او کندوز ولایتونو کې د عملیاتو په ترڅ کې لږ تر لږه ۲۱ تنه طالب اورپکي ووژل شول.
د طلوع نیوز د راپور په اساس، عسکرو د شنبې په ورځ /د اګست ۱۹مه/ د بلخ ولایت په چمتال ولسوالۍ کې د البرز ۱۲ عملیات ترسره کړل، چې په نتیجه کې یې ۸ تنه اورپکي ووژل.
په دغه جګړه کې د بلخ ولایت لپاره د طالبانو تش په نامه ولسوال مولوي مطیع الله ټپي شو.
پژواک خبري اژانس راپور ورکړ، چې په همدې ورځ عسکرو د کندوز ولایت په خان اباد ولسوالۍ کې ۱۳ تنه طالب یاغیان ووژل.