پاکستان ۱۰ زره ناقانونه کډوال افغانان راجسټر کړل

سلام ټایمز

کابل -- پژواک خبري اژانس راپور ورکړ، چې د کډوالو او راستنېدونکو د چارو وزارت د دوشنبې په ورځ /د اګست ۲۱ مه/ وویل، پاکستان ۱۰ زره ناقانونه کډوال افغانان ثبت کړل او پلان لري چې په راتلونکیو ۶ میاشتو کې د ۷۰۰ زرو نورو کډوالو نومونه هم ثبت کړي.‌

د کډوالو نوم لیکنه د اګست په ۱۶مه د افغان حکومت او ملګرو ملتونو په مرسته پیل شوه.‌ د کډوالو او راستنېدونکیو د چارو وزارت وویل، چې پاکستان د نوم لیکنې ۲۱ مرکزونه جوړ کړي دي.‌

د کډوالو او راستنېدونکیو د چارو وزارت زیاته کړه،‌ چې افغانستان یوه ۲۵ کسیزه ډله پاکستان ته لېږلی چې دغه پروسه وڅاري.‌

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

0 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500