کابل -- د طلوع نیوز د خبر په اساس، د دوه عسکرو په شمول لږ تر لږه ۵ تنه افغانان د چارشنبې په ورځ /د اګست ۲۳ مه/ د هلمند ولایت په لښکرګاه کې په یوه ځانمرګي برید کې ووژل شول.
د والي ویاند عمر ځواک وویل، بمي بریدګر یو پوځي کاروان په نښه کړ.
هغه زیاته کړه، درې تنه نور وژل شوي افغانان ملکي کسان ول.
د برید مسؤلیت طالبانو پرغاړه واخیست.