بدخشان -- افغانستان ټایمز د سې شنبې په ورځ /د اګست ۲۲ مه/ راپور ورکړ، چې اورپکو د بدخشان ولایت په دریامي ولسوالۍ کې یو سړی او ښځه، چې هغوی پرې د زنا تور لګولی وو، په عام محضر کې وویشتل.
د ولایتي شورا یوه غړي احمد بشیر صمیم وویل، چې طالب اورپکو د دوشنبې په ورځ /د اګست ۲۱ مه/ ګل احمد چې ۵۰ کاله عمر یې درلود او نګار چې هغې هم ۵۰ کاله عمر درلود، په ډزو ووژل.