هلمند -- یوه چارواکي وویل، د طالبانو یوه ځانمرګي بمي بریدګر تېره د یکشنبې په ورځ /د اګست ۲۷ مه/ په هلمند ولایت کې د افغان سرتېرو په یوه کاروان په یوه برید کې لږ تر لږه ۱۳ کسان ووژل او ګڼ شمېر نور یې ټپیان کړل.
هغه وویل، په وژل شویو کې ملکي او نظامي کسان شامل ول.
طالبانو د برید مسؤلیت پرغاړه واخیست.