کابل -- یوه ځانمرګي بمي بریدګر د سې شنبې په ورځ /د اګست ۲۹مه/ په کابل کې له یوه بانک څخه بهر ځان وچاوه. دغه پېښه د اختر له رخصتیو نه څو ورځې مخکې وشوه، چې پنځه کسان یې ووژل او ګڼ شمېر نور یې ټپیان کړل. د دغه برید مسؤلیت طالبانو پر غاړه واخیست.
د کورنیو چارو د وزارت ویاند نجیب دانش وویل، «وروستی راپور ښیي چې په ننني ترهګریز برید کې د یوه ساتونکي په شمول ۵ کسان وژل شوي او ۸ نور ملکي کسان ټپیان شوي دي،»
طالبانو مسؤلیت پر غاړه واخیست
بم له کابل بانک څخه بهر وچاودېد. دغه بانک اکثر وختونه د امنیتي منسوبینو او نورو حکومتي کارمندانو تنخاګانې ورکوي.
دا چاودنه د سې شنبې د ورځې په سهار په داسې حال کې وشوه چې تمه وه اکثر چارواکي له لوی اختر څخه مخکې خپلې تنخاګانې ترلاسه کړي.