جلال اباد -- ازاد افغانستان راډېو د ننګرهار د والي د ویاند عطاءالله خوګیاڼي له قوله راپور ورکړ، چې دوه تنه امنیتي ساتونکي د چارشنبې په ورځ /د اګست ۳۰ مه/ د ننګرهار ولایت په جلال اباد ښار کې د ولسي جرګې د یوه غړي د کور مخې ته په یوه ځانمرګي بريد کې ووژل شول.
خوګیاڼي وویل، بمي بریدګر خپل ځان د ولسي جرګې د غړي حاجي ظاهر قدیر له کور څخه بهر وچاوه، او زیاته یې کړه چې د قدیر ساتونکو بل بریدګر وواژه. یو ساتونکی ټپي شو.
د ولایتي شورا یوه غړي افتخار مومند وویل، امنیتي ځواکونو یو درېیم سړی په برید کې د ښکېلتیا په تور ونیو.
قدیر په کور کې وو خو ژوبل نشو.
دغه سړی دا ظاهر قدیر ډیر غټ غل دی. شاید دا کار یې په خپله تنظیم کړی وي ځکه چی په دی ورځو کې په افغانستان کې د عطامحمد، ظاهر قدیر، اسماعیل خان، عبدالرحیم ایوبي... په څېر غټ مفسدین او جنایتکاران د ولسمشر غني له خوا په عذاب شوي دي. دا غله چې د ولس په پیسو یې جیبونو ډک کړي دي راونیول شي، پیسې یې ضبط او دوی د زندان شاته وغورځول شي.
ځواب ورکړئ1 تبصره