په بغلان کې ښځو داسې رسټورانټ جوړ کړ چې هر‌څه یې د ښځو په لاس کې دي

سلام ټایمز

بغلان -- طلوع نیوز د چارشنبې په ورځ /د اګست ۳۰ مه/ راپور ورکړ، چې په بغلان ولایت کې شلو ښځو د داسې یوه رسټورانټ چلول پیل کړل چې ټول کارونه یې د ښځو له خوا ترسره کیږي.

په رسټورانټ کې یوې پخوونکې ګلالۍ وهاب طلوع نیوز ته وویل، «ډېرې کورنۍ ښځو ته اجازه نه ورکوي چې داسې رسټورانټونو ته لاړې شي چې سړي یې چلوي. په دې رسټورانټ کې ټولې کارکوونکې ښځې دي.»‌

د رسټورانټ یوې خدمتګارې شیما وویل، هغه ښځې چې په رسټورانټ کې کار کوي هغوی کولی شي چې خپلو کورنیو ته نفقه برابره کړي.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

0 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500