کابل -- پژواک خبري اژانس د چارشنبې په ورځ /د اګست ۳۰ مه/ راپور ورکړ، چې وسله والو په ننګرهار او کاپیسا ولایتونو کې په ترتیب سره یو د ښوونځي ښوونکی او یو دیني عالم ووژل.
د ننګرهار د ښوونې او روزنې د ریاست په وینا، مخ پټو کسانو د سې شنبې په ورځ /د اګست ۲۹ مه/ د دغه ولایت په خوګیاڼو ولسوالۍ کې ښوونکی مولوي عبدالحکیم وواژه.
د کاپیسا پولیسو وویل، چې په همدې شپه وسله والو سړیو د دغه ولایت په کوهستان ولسوالۍ کې د جومات امام قاري سید علي وواژه.