کابل -- افغانستان ټایمز د دوشنبې په ورځ /د سپتمبر ۴ مه/ د ولسمشر اشرف غني له قوله راپور ورکړ، چې افغان حکومت پلان لري چې په راتلونکیو څلورو کلونو کې د هوایي ځواک په پیاوړي کولو باندې ۴۱۰ میلیارده افغانۍ (۶ میلیارده ډالر) ولګوي.
غني دغه اعلان د یکشنبې په ورځ /د سپتمبر ۳ مه/ په لغمان ولایت کې په ۲۰۱ سېلاب قول اردو کې عسکرو او چارواکو ته په وینا کې وکړ.
هغه زیاته کړه، چې د ناټو د قاطع ملاتړ ماموریت ژمن دی چې د افغان ځواکونو په پیاوړتیا باندې لګښت زیات کړي.