مزارشریف -- د سره صلیب د ادارې په وینا، یوه هسپانوۍ فزیوتراپسته چې د افغانستان په شمال کې یې له سره صلیب سره کار کاوه، د دوشنبې په ورځ /د سپتمبر ۱۱مه/ په ویلچییر کې د ناست یوه ناروغ له خوا ویشتل شوې او وژل شوې ده.
د سره صلیب نړیوالې کمېټې په یوه بیانیه کې وویل، لورینا اینبرال پیريز چې ۳۸ کاله عمر یې درلود، په مزارشریف کې د دغه مرستندوی ګروپ د بیارغونې په مرکز کې، چې هلته یې د ګوډانو په شمول د معیوبو ماشومانو، ښځو او سړیو علاج کاوه، وویشتل شوه.
د بلخ ولایت د امنیه قوماندانۍ مرستیال عبدالرزاق قادري وویل، «سم چې ډاکټره د مشورې اطاق ته ننوتله، سړي پرې ډزې وکړې». د برید علت لا معلوم نه دی.