د نورستان په جګړه کې ۳۳ طالبان ووژل شول

سلام ټایمز

جلال اباد -- پژواک خبري اژانس راپور ورکړ،‌ چې عسکرو د دوشنبې په ورځ /د سپتمبر ۱۱مه/ ۳۳ تنه طالبان چې د نورستان ولایت په برګ مټال ولسوالۍ یې برید کړی وو، ووژل.

چارواکو وویل، چې طالبانو د ولسوالۍ په مرکز برید وکړ خو د امنیتي ځواکونو له چټک غبرګون سره مخامخ شول.

یو عسکر او دوه ملکي کسان ووژل شول.

د نورستان د پولیسو په وینا، ډېر شمېر اورپکي په هوایي بریدونو کې ووژل شول.‌

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

0 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500