تښتول شوې فنلنډۍ مرستندویه کارکوونکي خوشې شوه

ای اېف پي

کابل -- فنلنډ د پنجشنبې په ورځ /د سپتمبر ۱۴مه/ وویل، چې د هغوی یوه تبعه چې په افغانستان کې په یوه نړیوال مېلمستون د حملې په ترڅ کې تښتول شوې وه، خوشې شوه.‌

د می په میاشت کې په کابل کې په یوه مېلمستون د وسله والو سړیو په برید کې یو جرمنی مرستندوی کارکوونکی او یو افغان ساتونکی ووژل شول او یوه فنلنډۍ وتښتول شوه.

هېڅ ډلې په مېلمستون باندې، چې د افغانستان د پلازمېنې په زړه کې د سوېډنۍ خیریه ادارې له خوا چلول کېده، د دغه برید مسؤلیت پرغاړه نه وو اخیستی.‌

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

0 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500