کابل -- رسنیو د پنجشنبې په ورځ /د سپتمبر ۱۴مه/ راپور ورکړ، چې په غزني او هلمند ولایتونو کې تاوتریخوالي د یوې ولسوالۍ د امنیه قوماندان، د هغه د ساتونکي، ۲ عسکرو او ۱۷ تنو اورپکو ژوند واخیست.
د طلوع نیوز د راپور له مخې، چارواکو تایید کړه، چې د غزني ولایت د جغتو ولسوالۍ امنیه قوماندان محمد اسحاق جمیل او د هغه یو ساتونکی د پنجشنبې په ورځ په خپله ولسوالۍ کې د سړک د غاړې په یوه بمي چاودنه کې ووژل شول.
چارواکو وویل، چې د جمیل موټر یوه ماین وواهه.
پژواک خبري اژانس د پنجشنبې په ورځ د هلمند د ولایتي چارواکو له قوله راپور ورکړ، چې امنیتي ځواکونو د دغه ولایت په درې ولسوالیو کې د عملیاتو په ترڅ کې خپل دوه غړي له لاسه ورکړل او ۱۷ تنه اورپکي یې ووژل.