کونړ -- خامه پرېس د جمعې په ورځ /د سپتمبر ۱۵مه/ راپور ورکړ، چې د داعش غړو په کونړ ولایت کې د ۲ ملکي کسانو سرونه پرې کړل.
داعش په هغوی باندې د جاسوسۍ تور لګولی وو.
د بي بي سي پاړسي د راپور له مخې، ځایي چارواکو وویل، چې یاد ترهګر ګروپ د دغو کسانو سرونه د سې شنبې په ورځ /د سپتمبر ۱۲ مه/ پرې کړل.
د کونړ والي وحیدالله کلیمزي دا تورونه رد کړل چې قرباني شوي کسانو دې کوم چاته جاسوسي کوله.