هرات -- افغانستان ټایمز راپور ورکړ، چې د جاپان له خوا تمویل شوی د انرژۍ سټېشن چې بادي او لمریزه انرژي کاروي -- او د افغانستان لومړنی دغه ډول سټېشن دی -- د یکشنبې په ورځ /د سپتمبر ۱۷مه/ په هرات کې پرانستل شو.
د اوبو او انرژۍ وزیر علي احمد عثماني دغه دستګاه پرانستله. د هغه وزارت وایي، تمه لري چې دا سټېشن به ۲ میګاواټه برېښنا تولید کړي.
هغه وویل، په دې پروژه ۲۴۰ میلیونه افغانۍ (۳.۵ میلیونه ډالر) لګښت راغلی او په یوه کال کې بشپړه شوه.