بغلان -- افغانستان ټایمز د دوشنبې په ورځ /د سپتمبر ۱۸مه/ راپور ورکړ، چې عسکرو ۶ تنه طالب یاغیان، چې هڅه یې کوله په بغلان ولایت کې یوه ستراتیژیکه لاره بنده کړي، ووژل.
د کورنیو چارو وزارت وویل، چې طالبانو هڅه کوله چې د پلخمري او ششمه شېر ولسوالۍ تر منځ یو سړک بند کړي، خو افغان ملي پولیسو دغه هڅه شنډه کړه.
په دې پېښه کې هېڅ ملکي یا امنیتي کسان ټپي نشول.