فراه -- افغانستان ټایمز د سې شنبې په ورځ /د سپتمبر ۱۹مه/ راپور ورکړ، چې عسکرو په فراه ولایت کې د تصفیوي عملیاتو په ترڅ کې د درې قوماندانانو په ګډون ۱۲ تنه طالب یاغیان ووژل.
د کورنیو چارو وزارت وویل، چې امنیتي ځواکونو دغه ګډ عملیات په بالابلوک ولسوالۍ کې ترسره کړل.
وزارت زیاته کړه، چې هغوی ګڼ شمېر کلي له اورپکو څخه پاک کړل.