سمنګان -- خامه پرېس د پنجشنبې په ورځ /د سپتمبر ۲۱مه/ راپور ورکړ، چې د ملي امنیت د ریاست کارکوونکو په سمنګان ولایت کې د څلورو مشکوکو طالبانو په نیولو سره د ترهګرۍ یو پلان شنډ کړ.
ملي امنیت وویل، د ملي امنیت کارکوونکیو دغه مشکوک کسان چې یو داسې کس هم ورسره وو چې د ځانمرګي برید اراده یې لرله، په ایبکو کې ونیول.
خامه پرېس د چارشنبې په ورځ /د سپتمبر ۲۰مه/ راپور ورکړ، چې په کاپیسا ولایت کې د ملي امنیت د ریاست منسوبینو یو مشکوک کس چې د ولایت د علماوو د شورا د رئیس په وژلو کې په لاس لرلو تورن وو، ونیو.
د ملي امنیت ریاست د مشکوک کس د اعتراف په اساس وویل، چې مولوي ګل محمد حنیف یار د سپتمبر په لومړیو کې د طالبانو په حکم ووژل شو.