ګردېز -- پژواک خبري اژانس د پنجشنبې په ورځ /د سپتمبر ۲۱مه/ راپور ورکړ، چې پولیسو په پکتیکا ولایت کې درې تورن انساني قاچاقچیان ونیول او هغه ۵ ماشومان یې ترې خلاص کړل چې هغوی غوښتل پاکستان ته یې قاچاق کړي.
د پکتیکا پولیسو وویل، چې مشکوکو کسانو اراده لرله چې دغه ماشومان پاکستان ته د ترهګریزې روزنې لپاره قاچاق کړي.