په فاریاب او لوګر کې ۵۸ اورپکي ووژل شول

سلام ټایمز

کابل -- رسنیو راپور ورکړ، چې افغان ځواکونو په فاریاب او لوګر ولایتونو کې په جګړه کې ۵۸ تنه اورپکي ووژل.

پژواک خبري اژانس د یکشنبې په ورځ /د سپتمبر ۲۴ مه/ راپور ورکړ، چې د فاریاب ولایت په خواجه سبزپوش ولسوالۍ کې ۴۳ تنه اورپکي ووژل شول.‌

افغان ملي اردو وویل، چې دغه جګړه هغه وخت ونښتله چې اورپکو د کمانډو ځواکونو یوه کاروان ته، چې له بلخ ولایت څخه د فاریاب ولایت میمنې ښار ته روان وو، کمین ونیو.

افغان ملي اردو زیاته کړه، چې جنګي الوتکو له ځمکنیو ځواکونو سره مرسته وکړه.‌

د طلوع نیوز د راپور له مخې، د لوګر امنیه قوماندانۍ د دوشنبې په ورځ /د سپتمبر ۲۵ مه/ وویل، چې په ورته وخت کې امنیتي ځواکونو د یکشنبې په ورځ د لوګر ولایت په برکي برک ولسوالۍ کې ۱۵ تنه طالب اورپکي ووژل.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

0 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500