کابل -- افغانستان ټایمز د دوشنبې په ورځ /د سپتمبر ۲۵ مه/ راپور ورکړ، چې د افغانستان په بېلابېلو برخو کې د ۲۴ ساعتونو په دوران کې لږ تر لږه ۳۱ تنه اورپکي ووژل شول.
د دفاع وزارت وویل، چې دغه اورپکي په ۱۴ ولایتونو کې ووژل شول.
په ورته وخت کې، د بدخشان ولایت امنیه قوماندانۍ د دوشنبې په ورځ /د سپتمبر ۲۵ مه/ پژواک خبري اژانس ته وویل، چې ۴ تنو طالب اورپکو تاوتریخوالی پرېښود او په دغه ولایت کې د سولې پروسې سره یوځای شول.