کابل -- د افغانستان ټایمز د راپور له مخې، د ښوونې او روزنې وزارت د سې شنبې په ورځ /د سپتمبر ۲۶ مه/ وویل، چې په افغانستان کې نا امنۍ ۱۰۰۶ ښوونځي دې ته مجبور کړل چې خپلې دروازې بندې کړي.
د ښوونې او روزنې وزارت ویلي، چې دغه ۱۰۰۶ ښوونځي د کابل په شمول په ۲۴ ولایتونو کې موقعیت لري. د ښوونې او روزنې وزارت وایي، چې ډېر ښوونځي په کندهار او زابل ولایتونو کې تړلي شوي چې د هر یوه د بندو ښوونځیو شمېر ۱۵۴ دی.