متحده ایالاتو او ناټو د افغانستان د شخړې په وړاندې خپلې ژمنې تازه کړې

ای اېف پي

کابل -- ای اېف پي راپور ورکړ، چې د متحده ایالاتو د دفاع وزیر جیمز متیس او د ناټو عمومي منشي جینز ستولتنبرګ د چارشنبې په ورځ /د سپتمبر ۲۷ مه/ له افغانستان سره خپلې ژمنې بیا تازه کړې.‌

په پام کې وه چې دغه دوه سړي له ولسمشر اشرف غني او نورو جیګپوړو چارواکو سره خبرې وکړي او د ناټو په مشرۍ د «وروزئ او مرسته وکړئ» ماموریت -- چې د افغانستان د پوځ د پیاوړي کولو په نیت جوړ شوی، خبرې اترې وکړي او افغان امنیتي ځواکونه دې ته جوړ کړي چې له هېواد څخه په خپل سر دفاع وکړي.‌

له غني سره په یوه ګډ خبري کانفرانس کې، متیس او ستولتنبرګ د افغان شخړې په برخه کې د متحده ایالاتو او ناټو متحدینو د ملاتړ د دوام ژمنې بیا تازه کړې او دا هوډ یې څرګند کړ چې پرې به نه ږدي چې دغه هېواد بیا د ترهګرو لپاره په خوندي ځای بدل شي.

متیس خبریالانو ته وویل، چې بهرنۍ مرسته به افغان ځواکونو ته «د جګړې په ډګر کې د طالبانو پر ضد برلاسی ورکړي».‌

هغه زیاته کړه، «مونږ به پرې نه ږدو چې افغانستان یوه داسې بې رحمه دښمن ته پرېږدو چې قدرت ته د رسېدلو لپاره قتل او قتال کوي،»

ستولتنبرګ وویل، «څومره چې افغانستان خوندي وي هومره به مونږ خوندي یو،» او زیاته یې کړه چې د ناټو له ۱۵ نه ډېرو غړو موافقه کړې چې نور ځواکونه ولېږي.‌

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

0 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500