د کندوز او غزني په هوایي بریدونو کې ۲۳ طالبان ووژل شول

سلام ټایمز

کندوز -- رسنیو راپور ورکړ، چې هوایي بریدونو په کندوز او غزني ولایتونو کې د ۲۴ ساعتونو په دوران کې ۲۳ تنه طالبان ووژل.‌

خامه پرېس د چارشنبې په ورځ /د سپتمبر ۲۷ مه/ د افغان ملي اردو له قوله راپور ورکړ، چې ۱۳ تنه طالبان د کندوز ولایت په امام صیب ولسوالۍ کې ووژل شول.‌

د غزني د والي ویاند محمدعارف نوري پژواک خبري اژانس ته وویل، چې۱۰ تنه طالبان د چارشنبې په ورځ‌ د غزني ولایت په اندړ ولسوالۍ کې ووژل شول.‌

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

0 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500