نیویارک -- د بشري حقونو د څار ادارې د یکشنبې په ورځ /د اکتوبر ۱/ په یوه خبرپاڼه کې وویل، چې ایران تر ۱۴ کالو پورې کوچني افغان ماشومان په سوریه کې جګړې ته لېږي.
د ایران په هدیرو کې په قبرونو لګېدلو عکسونو څخه د بشري حقونو د څار ادارې ۸ داسې افغان ماشومان په ګوته کړي چې ښکاري چې په سوریه کې په جګړه کې وژل شوي دي. ایراني رسنیو راپور ورکړی چې ۶ نور افغان ماشومان جنګیالي هم په سوریه کې وژل شوي دي.
ایران له ډېر وخت راهیسې هغه افغانان چې په ایران کې اوسېږي په فاطمیون غونډ کې، چې د افغانانو لپاره ځانګړی شوی دی، او د سوریې د حکومت په پلوۍ جګړه کوي، استخداموي.