ننګرهار -- خامه پرېس د دوشنبې په ورځ /د اکتوبر ۲ مه/ راپور ورکړ، چې د ایتلافي ځواکونو یوه هوایي برید د یکشنبې په ورځ /د اکتوبر ۱/ په ننګرهار ولایت کې د داعش دوه غړي ووژل.
د ولایتي ادارې په وینا، د بې پیلوټه الوتکې برید په اچین ولسوالۍ کې، د قاري زاهد په شمول چې یو مهم یاغي بلل کېده، د داعش دوه غړي ووژل.